څلور کاله وړاندی د ۵۰۰۰ قربانیانو نوم‎لړ د «وژنې نوم‎لړ» په نامه خپریدو سره د خلق او پرچم باند ترسره شویو جنایتونو یوه بله برخه بربنډه شوه. هغوی چی له کلونو راهیسی یی د خپلو ځیګر ټوټو خبر اوریدو ته په تمه ول، د وروستي ځل لپاره یی خپلی هیلې ووژلی او یو ځل بیا د ویر په ټغر کښیناستل.

د غویی اوومې له کودتا وروسته، د روسې چوپړانو په بی‎رحمۍ سره زمونږ د خلکو او په ځانګړی توګه د روڼ‎آندو او پر هیواد میئنو کسانو داړلو لپاره مټې بډوهلی او پر مختلفو نومونو یی بندیان او ووژل. هغوی ولسی پاڅونونه ځپل او د آزادۍ‎غوښتونکو په وژلو یی د ډار او ځناورتوب فضا منځ ته رواړی وه او له دې لاری یی غوښتل د خپل لاسپوڅي حکومت پښې ټینګی وساتي.

په افغانستان کی د جنایتونو لړۍ اوږده ده. د روسې خلقي او پرچمي چوپړانو زمونږ په زرګونو هیوادوال ووژل، تنظیمی جنایتکارانو زمونږ د هیوادوالو پر ځان، مال او ناموس یرغل وکړ او د هیواد مادی او معنوی شتمنۍ یی له منځه یوړې، د منځنیو پیړویو لښکر طالبانو هم د تنظیمی پلرونو په څیر یی زمونږ پر هیواد یوه توره دوره واکمنه کړه.

په تیرو ۱۷ کلونو کی د بهرنیو ځواکونو تر سیوری لاندی نه یواځي د عدالت پلی کولو لپاره کوچنی ګام پورته نشو، بلکه ددغو جنایتونو ترسره‎کونکو یوه شیطانی کړۍ رامنځ ته کړه او د یوبل په بخښلو سره یی د زرګونو قربانیانو پر وینو پښې کیښودې او پر دولتی څوکیو یی خیټې واچولی. په دې وروستیو کی آن د خلکو قصابان هم د خپلو بهرنیو بادارانو په منځګړتوب له دغی کړۍ سره یوځای شول او د عدالت او نیاووغوښتنې پر تابوت یی وروستی میخ ټک وه.

د «افغان نیاووغوښتنوکو ټولنیز انجمن» باور لری چی د څلور لسیزو جنایتکارانو له محاکمه کولو پرته، نشو کولای سوله، عدالت او سوکالی راولو. مونږ په خورا مینه له ټولو آزادۍ‎غوښتونکو او دموکرات شخصیتونو، ملی او نړیوال بنسټونو څخه چی د عدالت پلی کولو ته ژمن دي غواړو، ترڅو زمونږ په څنګ کی د نیاوو‎غوښتنی آواز پورته کړي، ترڅو په نږدې راتلونکی کی ددغو ټولو جنایتونو له ترسره کونکو سره حساب پاک کړو.

سربیره پر دې چی د «افغان نیاووغوښتنوکو ټولنیز انجمن» په خپل هر حرکت او برنامه کی، خپلی ځانګړی غوښتنی لری، یو وار بیا هغه دلته بیانوو:

۱- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونری واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیری ایز وحشت د دوران او تر هغه و روسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانودفوری لري کبدلو غوښتونکی یو.

۲-مونږ په یوي صلاحیت لرونکي او بی لوري ملی او نریوالی محکمي کي ددریو وروستیو لسسیزو د تولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو دمحاکمي غوښتونکي یو.

۳- مونږ د امریکایی او ناتوځواکونو له خوا دغیر نظامی خلکو وژني د فوری دریدلو غوښتونکي یو او باید د دغو ځواکونو جګره ایز جنایتونه نریوالو محکمو ته را کاږل شی.

۴- مونږ د جنایت په هري دوري پوري اروندو ډله ایزو قبرونو د کشفولو غوښتونکی یو.

۵- مونږ د جنایتکارانو په نوم دځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو بي ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بي احترامی بولو.

۶- مونږ غږښتنه کوؤ چی د بي نومه تری تم شوؤ په نوم دیادګار څلی جور شی او د شهیدانو مزار په نوم سیمه ځانګري شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.

۷- مونږ ټول افغانستان کی دخپلو هغو هیواد والو څخه چي وروټه او خویندي، خپلوان او عزیزان او دځګرټوټي یي وروستیو دیرشو کالو کي د لاسه ورکری هیله کوؤ چی مونږ سره اریکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتي کیدلو څرنګوالی راسره شریک کری او د دریو وروستیو لسیرو دناورینو نو د عاملان محاکمه کولو په هڅو کي ونډه واخلی.

۸- یو موټی شو تر څو غږ مو لالور او اغیزمن شی!

«دنیاو غوښتونکو ټولنیز انجمن»

۲۸ وږی ۱۳۹۶ (۱۸ سپتمبر ۲۰۱۷)

ګرځنده شمیره: ‌۰۷۰۷۸۰۳۵۶۰

ایمیل: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

ویب سایت: www.saajs.com

آدرس پستی: پست بکس شماره ۹۸۰، کابل، افغانستان.

  • 12.jpg
  • شهید عبدالستار کلکانی  1.jpg
  • صادق یاری.jpg
  • اجمل.jpg
  • شهید راضیه وزارت دفاع jpg.jpg
  • selaman.jpg
  • شهید محمد نبی سفید چهره.jpg
  • Template.jpg
  • 14.jpg
  • afghan_kids_killed_by_usa_in_kunar_7_april_2013.jpg
  • setayes_killed_in_iran.jpg2.jpg
  • شهید احسان الله.jpg
  • 7.jpg
  • داکتران.jpg
  • 13.jpg
  • داوود سرمد.jpg
  • یمین.jpg
  • قابله.jpg
  • شهید ساحل.jpg
Send Image