د دسامبر لسمه، د بشر د حقونو نړیواله ورځ سږکال هم زمونږ کړیدلو خلکو ته هیله‎من پیغام نلری. ناامنی، بیوزلی، بیکاری، مخدره توکی او چاودنی او ځان‎وژنې او د امریکا او ناتو له لوری د کلیو بمبارول هره ورځ له مونږ څخه قربانی اخلی. فساد، د ملی ګټو ضد معاملو او د لاسپوڅي رژیم چویړتیا هیواد د ناروین لوری ته بیولی او هغه یی د سیمې او نړیوالو ځواکونو د سیالۍ په ډګر بدل کړی دی. ترهګر نه یواځې له منځه ولاړ نه بلکه د هغوی ځناوره ډله «داعش» په شکمنه توګه ورځ تر بلي ځواکمنیږي او زمونږ بی‎ګناه هیوادوال وژني. د بشر د حقونو سرغړونکي او جنګي جنایتکاران په آزاده توګه د بهرنیو ځواکونو تر سیوری لاندی امتیازات اخلی او په سړه سینه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی.

هغه حکومت چی د ۲۰۰۱ کال وروسته د «ترهګرۍ په وړاندې مبارزې» او د «ښځو حقونو» ساتلو تر نوم لاندی د بی۲۵ په زور رامنځته شو، نوم‎بدی ترهګر او د ښځو ضد عناصر او ډلې یی یووار بیا پر خلکو واکمنې کړې. د غویی د اوومې روسي چوپړان، د پاکستان او ایران په لاس جوړ شوی د غویی د اتمې تنظیمی مشران او آن طالبي ځناور ددې پر ځای چی له محاکمې وروسته زندان ته واچول شی؛ له غربی تکنوکراتانو سره یوځای لوړو دولتی پوستونو ته ورسیدل او د غرب د نازولو له ډلې شول. هغوی نه یوازی دا چی د عدالت د آواز د پورته کولو مخه یی ونیوله، بلکه د ځان بخښنې له ملنډو ډک قانون په تصویب سره یی، د «عدالت» او «بشر حقونو» پر تابوت وروستی میخ ټکوه.

په دې منځ کی د حقیقتونو پټولو او عامه فکرونو غولولو په موخه د ځينو پروژه‎ای «عدالت غوښتونکو» بسټونو ونډه له جنایتکارانو کمه نه وه. د تیرو لسیزو جنایتونو سلګونه مخه راټول شوی لاسوندونه پرته له دې چی خپاره شي پټ شول ترڅو د بشر د حقونو سرغړونکو او واکمنو غلو ګټې خوندي شي، میلیونونه ډالر د «انتقالي عدالت» او د «ښځو د حقونو خوندیتوب» په نامه انجیوګانو ته ورکړل شول چی غټه برخه یی د غولونکو نومونو لاندي، د تیرو جنایتونو پټولو او د عدالت پلی کیدو مخه نیولو په موخه وکارول شول. سلګونه زړه‎بوږنونکی پیښې په کابل او د هیواد په ولایتونو کی ترسره شوی خو د هغوی د ترسره کونکو د محاکمې لپاره هیڅ کار ونشو، بلکه د وخت په تیریدو سره په قصدي توګه هیرې شوې. فرخنده د ارګ څخه څو متره لری د ځناورو د ناپوهۍ او تعصب په اور کی وسوځیده خو د ولسي اعتراضونو سربیره، عدالت په ریښتینی توګه پلی نشو، د هغی اصلی وژونکي اوس هم آزاد دي.

په دې وروستیو کی د جزا نړیوالې محکمې (ICC) په هیواد کی د روان حالت په لیدو سره، غوښتل یی چی د ۲۰۰۳ کال څخه را پدیخوا د جنګي جنایتونو څیړلو په موخه یوه ډلی هیواد ته راواستوي، خو ددغې محکمې په راتګ سره د امریکا او ناتو، اربکیانو، د جنایتکاره ګوندونو لکه جمعیت، جنبش، اسلامی ګوند، وحدت او نور له ځناورتوبونو پرده لری کیده، ارګ په ګڼو پلمو سره په افغانستان د هغی د کړنو مخه ډب کړه.

هغه حکومت چی د جنایتکارانو څخه رامنځته شوی وی او د «کابل قصاب» د امریکا سفارت او اروپایی ټولنی په لګښت د ناوی په توګه کابل ته راولې، خپله په هر ډول د بشر د حقونو تر پښو لاندی کولو اصلی تورن ده له همدې کبله نه غواړي یو خپلواک او په نړیواله کچه منل شوی بنسټ چی په رسمی توګه د هغې غړیتوب هم لری، ډګر ته راشی یو کار وکړي؟ خو که د غرب سیاست دا ومني، دا امکان لری چی د رسنیز انعکاس په موخه او «عدالت‎غوښتونکو» په څیر اکت کولو لپاره څو بی‎ارزښته او کمزورې مهرې د هغوی د معاملی قربانی شی، چی هره کړې ددې پیښې پیښیدل شونی دی.

«انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» په دې باور دی؛ چی د بشر د حقونو په سرغړونکو تکیه چی هغوی خپله ددې بدمرغۍ لاملان دي، نشو کولای سولې او سوکالۍ ته ورسیږو. ریښتیني او عدالت‎غوښتونکی بنسټونه، خپلواک او باوجدان شخصیتونه، د قربانیانو کورنۍ او ټول خلک یو ته لاس په لاس کی ورکړو او په یو سرتاسري پاڅون سره خپل غږ اوچت کړو پرته له دی باید د ناورین څخه ډکو او خونړیو ورځو په تمه واوسو. یوازی د عدالت پلی کیدل د افغانستان د قضې د حل لاره ده.

که څه هم «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» په هر حرکت او پروګرام کی، خپلې ځانګړی غوښتنی لری، دلته یوځل بیا هغه تکراروو:

1- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونری واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیری ایز وحشت د دوران او تر هغه و روسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانودفوری لري کبدلو غوښتونکی یو.

۲-مونږ په یوي صلاحیت لرونکي او بی لوري ملی او نریوالی محکمي کي ددریو وروستیو لسسیزو د تولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو دمحاکمي غوښتونکي یو.

۳- مونږ د امریکایی او ناتوځواکونو له خوا دغیر نظامی خلکو وژني د فوری دریدلو غوښتونکي یو او باید د دغو ځواکونو جګره ایز جنایتونه نریوالو محکمو ته را کاږل شی.

۴- مونږ د جنایت په هري دوري پوري اروندو ډله ایزو قبرونو د کشفولو غوښتونکی یو.

۵- مونږ د جنایتکارانو په نوم دځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو بي ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بي احترامی بولو.

۶- مونږ غږښتنه کوؤ چی د بي نومه تری تم شوؤ په نوم دیادګار څلی جور شی او د شهیدانو مزار په نوم سیمه ځانګري شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.

۷- مونږ ټول افغانستان کی دخپلو هغو هیواد والو څخه چي وروټه او خویندي، خپلوان او عزیزان او دځګرټوټي یي وروستیو دیرشو کالو کي د لاسه ورکری هیله کوؤ چی مونږ سره اریکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتي کیدلو څرنګوالی راسره شریک کری او د دریو وروستیو لسیرو دناورینو نو د عاملان محاکمه کولو په هڅو کي ونډه واخلی.

۸- یو موټی شو تر څو غږ مو لالور او اغیزمن شی!

انجمن اجتماعی دادخواهان افغان

د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۷مه (۲۰۱۷ کال د دسامبر ۸مه)

ګرځنده: ۰۷۰۷۸۰۳۵۶۰

بریښنالیک: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

ویب پاڼه: www.saajs.org

پستي پته: پست بکس شمیره ۹۸۰، کابل، افغانستان.

  • داکتران.jpg
  • 13.jpg
  • داوود سرمد.jpg
  • afghan_kids_killed_by_usa_in_kunar_7_april_2013.jpg
  • اجمل.jpg
  • قابله.jpg
  • یمین.jpg
  • Template.jpg
  • شهید محمد نبی سفید چهره.jpg
  • شهید ساحل.jpg
  • صادق یاری.jpg
  • شهید عبدالستار کلکانی  1.jpg
  • 7.jpg
  • شهید احسان الله.jpg
  • setayes_killed_in_iran.jpg2.jpg
  • 12.jpg
  • selaman.jpg
  • شهید راضیه وزارت دفاع jpg.jpg
  • 14.jpg
Send Image