
د دسامبر لسمه، د بشر د حقونو نړۍواله ورځ بیا هم په داسې حال کې رارسیږي چې افغانستان د جګړې، بدامنۍ، بیوزلۍ، مخدره توکو، د بشر د حقونو د پښولاندې کولو او سلګونو نورو انساني ناورینونو په اور کې سوزي. خو واکمنه دستګاه په بیپامۍ سره د خلکو له وژونکو او د افغانستان له ویجاړونکو سره په معامله بوخته ده.
په تیرو څلور لسیزو کې زمونږ خلکو د جنایتونو بیلابیل ډلونه تجربه کړل. د خلق او پرچم بانډ له لوري د آزادۍغوښتونکو او وطنپالو کسانو بیرحمانه وژنې څخه نیولې تر د غویې اتمې کرغیړنو تنظیمونو برید او وروسته طالبي جنایتکارانو د هیواد ټوله شتمنۍ ویجاړه او هغه یی د خپل بادار د سیالۍ په ډګر بدل کړ. د طالبانو له راپرځیدو وروسته او د امریکا تر سیوري لاندې د حکومت په رامنځته کیدو نه یواځې دا چې حالت ښه نه شو، بلکه په واک کې د تیرو دورو انسانوژونکو او د بشر د حقونو سرغړونکو په ټومبلو سره، یو وارې بیا عدالت قرباني کړ. هغوی چې تر پرونه یې زمونږ هیوادوال ښوونخي ته د تګ په "جرم" یې وژل، نن د لویدیځ په عطرو او پوډرو سینګار شوي او له عدالت او دموکراسۍ څخه خبرې کوي. د خلکو په کورونو د امریکا او ناتو وړندو بمباریو لسګونه زره تنه زمونږ هیوادوال ووژل، ځناورو طالبانو او داعشیانو د هیواد په ګوټ-ګوټ کې د وینو حمام جوړ کړی او په بیرحمۍ سره زمونږ د بیدفاع ولس په وژنه بوخت دي. د تنظیمونو د پاتېشونو جنایتونه د «اربکي» او «سمیزو پولیسو» تر نامه لاندې ادامه لري او د ع او غ خوسا حکومت مشران ټاکنو لپاره په یارموندنې کې بوخت دي او د خلکو د ژوند حالت ورځ تر بلې د خرابیدو په لور روان دی.

که په تیرو ۱۷ کلونو کې د له یوې خوا د څلور لسیزو د جنایتونو اصلي عاملین په واک کې ول او د عدالت د پلې کیدو مخنیوی یی کاوه، خو له بل پلوه د «عدالت» په نوم د یو شیمر تش په نوم او غولونکو بنسټونو رول هم د حقیقتونو په پټولو کې او د خلکو فکرونو په خرابولو له جنایتکارانو کم نده. د څو لسیزو جنایتونو په زرګونو پاڼو راټول شوي لاسوندونه پرته له دې چې خپاره شي پټ وساتل شول تر څو د واکمنو غلو او د بشر د حقونو سرغړونکو ګټې له ګواښ سره مخ نشي، میلیونونه ډالر د «انتقالي عدالت» او «ښځو حقونو خوندیتوب» په نوم د انجیوګانو جیبونو ته ولاړل چې د خلکو عدالتغوښتونکې غوښتنې مجلسي او وختتیرونکو بحثونو ته راښکته کړي او د جنایتکارانو پر وړاندې د خلکو قهرهجنه کرکه کنټرول کړي. سلګونه پیښې په کابل او ولایتونو کې تر سره شوې خو د عاملانو محاکمې لپاره یی هیڅ اقدام ونشو، بلکه د وخت په تیریدو هیرې شوي. فرخنده د ارګ په څو مترۍ کې د ځناورانو د ناپوهۍ او تعصب په اور کې وسوځیده خو د کلونو په تیریدو سره تر اوسه د هغې او ورته نورو قضیو په اړه عدالت پلی نشو.
په دې ورځو کې د افغانستان سوله یو وار بیا په ګټهوره پروژه بدله شوی ده. امریکا او د سیمې نور ځواکونه هر یو د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره وراسته خلک چې په بویناکو فکرونو سمبال وي پیدا کوي، او د طالب په نوم یی مسکو، بیجینګ او دوحې ته رابلي، تر څو دغه د تیږي عصر ځناور د نورو همفکره وروڼو تر څنګ په واک کې شامل کړي. د زلمي خلیلزاد مڼدې ترړې د «افغانستان سولې او ټیکاو خوندیتوب» لپاره د خلکو په سترګو کې خاورې شیندل دي چې موخه یی یواځې پر افغانستان د امریکا برلاسي او واکمني ده چی هیڅکله به د خلکو آرامتیا او جګړې ختمیدو ته کار ونګړي. هغوی چې خپله ددغو انساني ضد او ځناورو جریانونو بنسټایښودونکي دي، څرنګه کولای شی په یوه شپه کې سولهغوښتونکي شي، د افغانستان د خلکو له ګټو څخه د خپلو کړنلارو په مقابل کې دفاع وکړي؟
د «افغان نیاوو غوښتونکی انجمن» په دې باور دی چې د بشر حقونو په سرغړونکو تکیه کول سره چې خپله ددغو بدمرغیو عاملان دي، نشو کولای کوچنی ګام د سولې، عدالت او ښیرازۍ په لور واخلو. د عدالتغوښتنې ریښتیني بنسټونه، خپلواک او دیموکراسيغوښتونکي شخصیتونه، د قربانیانو کورنۍ او ټول خلک یو بل ته لاس په لاس کې ورکړو او په یو سراتا سري لاریون سره د جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه عملي کړو. که خپله یو نشو او خپل غږ اوچت نکړو باید د سترو ناورینونو او خونړیو ورځو په تمه کښینو.
که څه هم «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» په هر حرکت او پروګرام کی، خپلې ځانګړی غوښتنی لری، دلته یوځل بیا هغه تکراروو:
۱- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونری واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیری ایز وحشت د دوران او تر هغه و روسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانودفوری لري کبدلو غوښتونکی یو.
۱- مونږ دولتی دندو څخه دخلق او پرچم هیواد پلورو د دوران، د تنظیمونو د خونری واکمنی، دطالبانو دمنځنی پیری ایز وحشت د دوران او تر هغه و روسته بیا تر نن پوری د ټولو جنایتکارانودفوری لري کبدلو غوښتونکی یو.
۲-مونږ په یوي صلاحیت لرونکي او بی لوري ملی او نریوالی محکمي کي ددریو وروستیو لسسیزو د تولو په خیانت او جنایت تورنو کسانو دمحاکمي غوښتونکي یو.
۳- مونږ د امریکایی او ناتوځواکونو له خوا دغیر نظامی خلکو وژني د فوری دریدلو غوښتونکي یو او باید د دغو ځواکونو جګره ایز جنایتونه نریوالو محکمو ته را کاږل شی.
۴- مونږ د جنایت په هري دوري پوري اروندو ډله ایزو قبرونو د کشفولو غوښتونکی یو.
۵- مونږ د جنایتکارانو په نوم دځایونو او واټونو نومول په کلکه غندو او هغه د خپلو بي ګناه شهیدانو د وینو سپکاوی او بي احترامی بولو.
۶- مونږ غږښتنه کوؤ چی د بي نومه تری تم شوؤ په نوم دیادګار څلی جور شی او د شهیدانو مزار په نوم سیمه ځانګري شی ترڅو دډله ایزو قبرونو جسدونه په عزت او درناوی هلته خاورو ته وسپارل شی.
۷- مونږ ټول افغانستان کی دخپلو هغو هیواد والو څخه چي وروټه او خویندي، خپلوان او عزیزان او دځګرټوټي یي وروستیو دیرشو کالو کي د لاسه ورکری هیله کوؤ چی مونږ سره اریکه ونیسی او د هغوی شهادت او لاپتي کیدلو څرنګوالی راسره شریک کری او د دریو وروستیو لسیرو دناورینو نو د عاملان محاکمه کولو په هڅو کي ونډه واخلی.
۸- یو موټی شو تر څو غږ مو لالور او اغیزمن شی!
افغان نیاوو غوښتونکو ټولنیز انجمن
د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۹مه (۲۰۱۸ کال د دسامبر ۱۰مه)
ګرځنده: ۰۷۰۷۸۰۳۵۶۰
بریښنالیک: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید
ویب پاڼه: www.saajs.org
پستي آدرس: پست بکس شمیره ۹۸۰، کابل، افغانستان.



